د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ.
راغلیو میلمنو د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف، د هغه معاون او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لوري د خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د تسلیت مراتب وړاندې کړل. دوی د شهید کورنۍ او د افغانستان ملت ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د شهید روح لپاره یې د مغفرت دعا وکړه.
د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم د خلیل الرحمن حقاني د شهادت په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه هغه زیاته کړه:
“موږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.”
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني راغلیو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو ګاونډیو ولسونو د دیني، کلتوري او تاریخي مشترکاتو یادونه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ:
“اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي، ترڅو د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.”
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اړیکو د لا ښه کولو لپاره د همکارۍ او تفاهم پر دوام ټینګار وکړ.