په کندز کې؛ ۸۷ تنه روږدي تر درملنې وروسته خپلو کورونو رخصت شول
د کندز ولایت امنیه قومندانۍ د نشه يی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو هغه ۸۷ تنه روږدي چې مخکې يې ددغه ولایت له مختلفو برخو څخه راټول کړي وو، د درې میاشتنۍ درملنې وروسته رغیدلي او د ټاکل شوې کمیټې له لوري یې بېرته خپلو کورنیو ته ور وسپارل.