د جوزجان ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا ۲۱ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه خوراکي توکي هغو کورنیو ته ورکړل شول چې مخکې د موظفې کمېټې له خوا مستحق پېژندل شوي وو.
یاد توکي چې پکې یو بورۍ اوړه، یو بورۍ وریجې، یوه قوطۍ غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو، ورکړل شول.