۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۹ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول

moi-af
Wed, Dec 11 2024 11:44 AM
سبلسیبل

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هرات، کاپیسا، نیمروز، پروان او جوزجان کې د څو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ شکمن کسان د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو یوه اندازه هیرویین، الکولي مشروبات او نشه یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.