د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په بنست الحاج حافظ محمد امین جان عمري د بادغیس نوی والي وټاکل شو moi-af Tue, Dec 10 2024 10:21 AM https://tinyurl.com/2y5bwm4y په همدې تړاو یوه غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت اداري معین مولوي رحمت الله نجیب د یاد ولایت پخواني والي او یو شمېر مسؤلینو په کې ګډون کړی و ښاغلي عمري رسما د بادغیس ولایت د والي په توګه معرفي او دنده یې پیل کړه. د اداري چارو معین په خپلو خبرو کې د امرأوو اطاعت په حکومتولي کې د بریالیتوب اصل یاد کړ او وې ویل، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو منل او اطاعت په کاري وظایفو کې د کامیابۍ سبب ګرځي.