۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۹ تنه نیولي او د ځنګلي لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخنیوی وشو
امنیتي ځواکونو په شپږو ولایتونو کې ۱۹ تنه په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، درې تنه د غلا او پنځه تنه د قمار په تړاو په بلخ، پنځه مجرمین په نیمروز، یو تن د خپلې کوژدنې د وژلو او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په سمنګان، یو غل په بادغیس، یو تن د وژنې په تړاو په هرات او یو تن په ننګرهار کې نیول شوی دی.
په ورته مهال، د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو ددغه ولایت په مربوطاتو کې دطبیعي ځنګلي لرګیو د قاچاق او پرې کولو مخنیوی کړی دی.