امنیتي ځواکونو؛ په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۳ تنه ونیول
امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نهو ولایتونو کې د غلاوو، وژنو، قاچاق، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو ۳۳ کسان نیولي دي.
له ډلې يې، څلور تنه د وژنې او څلور تنه د غلا په تړاو په بلخ، پنځه جوارګر په سرپل، یو تن د وژنې او یو تن د غلا په تړاو په سمنګان، څلور تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بغلان او څلور مجرمین د نورستان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
ورته مهال، امنیتي پولیسو یو تن په نشه یي توکو کې د کاریدونکو ۶۰ بوشکو تیزابو او یو تن د غلا په تړاو په نیمروز، درې غله په هرات، دوه نامسؤله وسله وال د عامه نظم ګډوډولو په تړاو په پنجشیر او یو تن د غلا په تړاو د بادغیس ولایت په مربوطاتو کې نیولی دی.