تېره یوه میاشت کې د سرحدي پولیسو لوی ریاست ۳۸۴۲ منسوبین له مسلکي زده وروسته فارغ شول.

moi-af
Wed, Nov 20 2024 9:52 AM
asdfasf

د یاد ریاست د پولیسو د ښوونې او روزنې مدیر سمونوال مولوي نبي احمد حمیدي وایي، د سرحدي پولیسو د هوایي او ځمکنیو بندرونو ۳۸۴۲ منسوبین د سواد زده کړو، عقیدتي، کمپیوټر، روغتیاپالۍ، کشف او جرمونو او د جمع نظام څانګو کې زده ترلاسه کړې او ۲۱۱۹ تنه نور منسوبین په بېلابېلو برخو کې په زده کړو بوخت دي.

همداراز، له مرکز څخه څلور تنه تجربه لرونکي ښوونکي د بلخ او جوزجان ولایتونو ته استول شوي ترڅو د حیرتانو او اقینې بندر ۳۸۷ منسوبینو ته د جمع نظام، د عبور د کنټرول، لوژستیک، تخنیک او نورو برخو کې مسلکي روزنه ورکړي.