۱۰ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۴ تنه نیولي او پنځه میله وسله لاسته راوړې ده
امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې ۲۴ تنه د غلاوو، وژنو او جوارګرۍ په تړاو ونیول.
له ډلې یې؛ درې تنه د وژنې په تړاو په هرات، اووه تنه د جوارګرۍ په تړاو په کندز، دوه تنه د غلا او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په نیمروز، دوه غله په غزني، یو تن د وژنې او یو تن د غلا په تړاو په تخار، دوه غله په ننګرهار او څلور تنه د غلا په تړاو په لغمان، کندهار، پکتیکا او بلخ کې نیول شوي دي.
ورته مهال، د نیمروز امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیات په پایله کې پنځه میله وسله ترلاسه او ضبط کړې ده.