۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۷ تنه نیولي او د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی وشو
د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په شپږو ولایتونو کې ۲۷ تنه د غلاوو، قمار، ناقانونه وسلوګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، څلور تنه د قمار او شپږ تنه د غلا په تړاو په ننګرهار، درې تنه د موټرونو د غلا په تړاو په بلخ، یو تن د غلا په تړاو په پکتیا، یو تن د ناقانونه وسلې ګرځولو په تړاو په هرات او یو تن د غلا په تړاو په بامیان ولایت کې نیول شوی دی.
ورته وخت کې، د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو په غني خیلو او بټي کوټ ولسوالۍ کې د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.