کابل کې؛ پولیسو ۱۳۲ روږدي له بستر وروسته رخصت او ۴۷ نور راټول کړي دي

moi-af
Sat, Nov 16 2024 9:56 AM
adfa

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۳۲ په نشو روږدي کسان چې پخوا یې په مرکز او ولایتونو کې د درملنې په موخه راټول کړي وو، په امېد کمپ کې له بستر او درملنې وروسته د مؤظفې کمېټې له لورې خپلو کورنیو ته وسپارل.
همداراز، یادو منسوبینو ۴۶ روږدي کسان د کابل ښار له بېلابېلو برخو راټول کړي او د بستر لپاره یې امېد روغتیایي کمپ ته لېږدولي دي.