بلخ کې؛ پولیسو ۶۵ په نشو روږدي کسان له بستر وروسته رخصت کړي او ۲۰ سوالګر راټول کړي دي
د بلخ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په څو جلا عملیاتو کې ۶۵ تنه په نشو روږدي چې پخوا یې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول کړي وو، له بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
همداراز، یادو منسوبینو د مزارشریف ښار له څنډو ۲۰ تنه مسلکي سوالګر راټول کړي او د ثبت په موخه اړونده ادارې ته سپارلي دي.