هرات کې وسلي او مهمات ونیول شول
د هرات امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د دغه ولایت په مربوطاتو کې د څو پلټونکو عملیاتو پایله کې یوه اندازه وسلې او نظامي مهمات نیولي او ضبط کړي دي.
په نیول شوو وسلو او مهماتو کې کلاشینکوفونه، تومانچې، چره ییز ټوپکونه، ډول ډول مرمۍ، مهمات، دولتي انټنونه او یوه اندازه چاودیدونکي توکي شامل دي.