مولوي محمد الله براء د پکتیکا نوی امنیه قومندان وټاکل شو
د نوي امنیه قومندان د پېژندنې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت استازي، مرستیال والي، پخواني امنیه قومندان او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو برخه اخیستې وه چې نوي ټاکل شوي امنیه قومندان ته د مسؤلینو له لوري خلکو سره د نیک چلند او د ولسونو ستونزو ته پر وخت د رسېدو په هکله سپارښتنې وشوې.