امنیتي ځواکونو؛ ۲۱ کسان په شپږو ولایتونو کې نېولي دي.

امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غلا، قاچاق، د عامه نظم ګډوډولو، غیرقانوني وسلو د انتقال، اخلاقي فساد او نورو جنايي جرمونو په تور ۲۱ تنه د هیواد له شپږو ولایتونو څخه نیولي دي.
له دوی څخه؛ شپږ مسلح او مسلکي غله په ننګرهار ولایت کې، څلور تنه د نیمروز ولایت څخه د ۲۷۷ بوشکه د تېزابي موادو د قاچاق په تړاو، څلور مسلکي غله په هرات کې، دوه تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تور او یو کس د اخلاقي فساد په تړاو په کاپیسا کې، درې مجرمین په خوست کې او یو کس د غیرقانوني وسلې د انتقال په تړاو د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.