د بامیان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کرومیا او مل پلاوي سره ولیدل 

moi-af
Wed, Nov 06 2024 10:12 AM
sfgsfg

بامیان ته د ښاغلي تاکایوشي او مل پلاوي د سفر په مهال د بامیان والي د جاپان هیواد د پراختیایي پروژو د تطبیق او په دغه ولایت کې د لرغونو سیمو د بیارغونې په برخه کې د همکارۍ او پاملرنې مننه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د بامیان ولسونه په یاد ولایت کې د جاپان هیواد زېربینایي پروژو، د بشري مرستو د دوام او په بامیان ولایت کې د صنعتي کارخونو د جوړولو غوښتونکي دي.

همداراز، د جاپان سفیر د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو ستاینه وکړه او افغانستان سره د یاد هیواد همکاریو او بشري مرستو ترڅنګ یې په ځانګړې توګه د بامیان له خلکو سره د مرستو ډاډ ورکړ.