۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۹ تنه نیولي او وسلې او مهمات یې کشف او ضبط کړي

د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، غور، ننګرهار، غزني او بامیان کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، څلور مسلکي غله په غور، دوه تنه د غلا په تړاو په ننګرهار او دوه غله په غزني او بامیان کې نیول شوي دي.
ورته وخت کې، د خوست امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په مربوطاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي او ضبط کړي دي.