بدخشان کې د پولیسو ۱۰۰ کسیزه موټر سایکل سپره قطعه رامنځته شوه

moi-af
Mon, Nov 04 2024 9:06 AM
شسیبشسی

د بدخشان امنیه قومندان په لارښوونه د پولیسو له ریزرف عملیاتي قطعې څخه د پولیسو ۱۰۰ کسیز ګرځنده ګروپ رامنځ ته شو چې په موټر سایکلونو او پرمختللو وسایلو سمبال دي او فیض اباد ښار کې به د امنیت ټینګښت او جنایي پېښو ته د چټک رسېدو په موخه ۲۴ ساعته فعالیت کوي.
د پولیسو یاد ګرځنده عملیاتي ګروپ به د فیض اباد ښار د ۹ حوزو ترڅنګ نږدې پرتو  او مرکزي ولسوالیو ته هم چټک لاسرسی کوي.