په ۲ ولایتونو کې ۱۲ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو، لیږد او استعمال په تړاو نیول شوي دي.
نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په هرات کې د بیلابیلو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو، لیږد او د استعمال په تړاو نیولي چې ورسره ۳ کیلو ګرامه تریاک، ۶۰ لیتره الکولي مشروبات او مختلف ډول نشه يي توکي هم نیول شوي اوترلاسه شوي دي. همدارنګه پولیسو، په بلخ ولایت کې دوه تنه له شل لیتره الکولي مشروباتو سره نیولي دي.