۴ ولایتونو کې؛ یو شمېر روږدي راټول او ۲۰ تنه ونیول شول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۸ تنه په کابل ښار او دوه تنه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د خرڅلاو، کارونې او لیږد په تړاو نېولي چې ورسره یې یوه اندازه شیشه، چرس، تریاک، الکولي مشروبات او نشه یي ګولۍ هم نېولې دي.
په ورته مهال پولیسو، په غزني ولایت کې ۳۴ تنه په نشه روږدي کسان له درملنې وروسته د مؤظفو ټیمونو له لوري خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
همدارنګه پولیسو، د روږدو کسانو د راټولولو په لړ کې ۲۳ تنه په غزني، ۲۰ تنه په فراه او ۶ تنه په کندهار ولایت کې راټول او روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.