امنیتي ځواکونو؛ په ۷ ولایتونو کې ۲۶ تنه نېولي دي.

moi-af
Sun, Oct 20 2024 11:54 AM
asdfsadf

امنیتي منسوبینو د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۲۶ تنه د غلا، قتل، قاچاق، قمار، اخلاقي فساد او د جنایي جرمونو په تړاو نېولي دي.

له ډلې یې، پنځه تنه غله او څلور تنه د قمار په تړاو په سمنګان، اته تنه د جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، دوه تنه د اخلاقي فساد او یو تن د غلا په تړاو په بامیان، یو غل په غزني، درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان، یو تن  د غلا په تړاو په هرات او یو بل تن د خپل ورور د وژلو په تړاو د بلخ ولایت په مربوطانو کې نیول شوی دی.