۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۷ تنه نیولي او یوه اندازه نظامي تجهیزات یې موندلي

moi-af
Thu, Oct 17 2024 11:51 AM
zsdzsdz

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هلمند، سمنګان، نیمروز، تخار او بلخ کې د غلا، قاچاق، اخلاقي فساد او نشه یي کارولو په تړاو ۱۷ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، پنځه تنه د اوسپنې او تېلو د قاچاق په تړاو په هلمند، پنځه تنه د نشه يي توکو کارولو او غلا په تړاو په سمنګان، درې مجرمین په نیمروز، دوه تنه د اخلاقي فساد او یو تن د غلا په تړاو په تخار او یو مسلکي او حرفوي غل د بلخ ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

همداراز، پولیسو په هرات کې یو اندازه وسلې او نظامي تجهیزات موندلي او ضبط کړي او د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ څارویو د قاچاق مخنیوی کړی دی.