امنیتي ځواکونو؛ په اوو ولایتونو کې ۳۹ تنه نیولي

د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په اوو ولایتونو کې د غلا، جعل او دوکې، له کوره د تېښتې، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۹ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۴ د جنایي جرمونو مجرمین په تخار، ۱۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، ۵ تنه د دوکې او جعل په تړاو په بامیان، درې غله په هرات، دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په غزني، دوه مسلکي غله په هلمند او یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په بلخ کې نیول شوی دی.