امنیتي پولیسو؛ په اوو ولایتونو کې ۱۳ تنه نیولي
امنیتي پولیسو د هیواد په اوو ولایتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۳ تنه د غلا، اخلاقي فساد، نظامي وسلو پلورلو، جعل او دوکې په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، درې تنه د ۱۷۰ زره افغانیو د غلا په تړاو په ننګرهار، څلور جوارګر په بلخ، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په تخار، یو تن د نظامي وسلو د پلورلو په تړاو په کندهار او درې غله په نیمروز، سرپل او هرات کې نیول شوي دي.