د کابل پولیسو یوه لس کسیزه وسله واله او زورواکې ډله نیولې.

rahimzai_moi
Thu, Feb 14 2019 11:10 AM
moi

کابل کې تېره شپه پولیسو هغه لس کسیزه ډله نیولې، چې د کابل ښاریانو د ځورولو، وهلو او ډبولو لامل کېدله.
دا ډله هغه مهال ونیول شوه چې تېره شپه یې د دوهمې ناحیې اړوند سیمه کې، د یو تن په وهلو لاس پورې کړی و.
له یادې ډلې لس میله بېلابېلې وسلې، یو عراده هایلکس موټر او یو عراده فورتېنر موټر نیول شوي دي.
د کابل پولیس به په جدیت او غوڅ دریځ د غیر مسووله وسله والو او زورواکو په وړاندې ګام پورته کړي.
له خپلو پولیسو سره اوسئ!
پولیس د نیونې او ډزو واک لري