کابل کې؛ پولیسو د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ۳۱ تنه نیولي
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو کابل ښار کې د بېلابېلو عملیاتو پایله کې ۳۱ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.
پولیسو له نیول شویو کسانو سره ۶۴۰ لېټره خمیره شوي انګور، یوه اندازه چرس او نشه یي ګولۍ هم نیولي دي.