۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴۷ روږدي درملنه او راټول کړي او د نشه یي توکو څو کارخونې سوځولي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۴ په نشو روږدي کسان په دایکندي او ۱۲ روږدي په کاپیسا ولایت کې له بستر وروسته خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.
همداراز، پولیسو د روږدو د راټولولو په څو جلا عملیاتو کې ۹ تنه په کاپیسا، ۷ تنه په اورزګان،درې تنه په پنجشیر او دوه تنه په پروان ولایت کې راټول کړي او روغتیايي مرکزونو کې بستر کړي دي.
بل لورته په غور کې پولیسو د نشه یي توکو څو کارخونې او یوه اندازه ومان موندلي او په بشپړه توګه یې سوځولي دي.