د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیک پلان څارنه د یاد وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معینیت له لورې ترسره شوه.

moi-af
Tue, Sep 17 2024 2:43 PM
ffdfdfda

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معینیت د څارنې او ارزونې لوی ریاست د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ستراتیژیک پلان، پالیسیو، پلانونو او کړنلارو د پلي کېدو او همدارنګه د اداري کارونو د ښه والي په موخه د ۳۳ ولایتونو د امنیه قومندانیو، د ولایتونو د امنیتي حوزو او ولسوالیو څارنه وکړه. په دغه څارنه کې به له ټولو ولایتونو څخه راپورونه راټول او له تحلیل څخه وروسته به ستونزو او نیمګړتیاوو ته د رسیدنې په موخه د وزارت له محترم مقام سره شریک شي.