تخار کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون ۳۳ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
Mon, Jul 26 2021 9:09 AM
7

تېره ورځ د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په ساپيانو، پل‌جلاد، اهنګرا، عزیزخان او نهرچمن کلیو کې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۱ ترهګر طالبان وژل شوي او د طالبانو د یوه ډلمشر احضارالله او قاضي یې مولوي صابر په شمول ۱۲ نور ټپيان دي.
په دې برید کې د ترهګرو یو اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.