کندوز کې ۲۷ ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
Sat, Jun 12 2021 12:16 PM
۸

تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د کندوز ولایت په خان‌اباد او علي‌اباد ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان "سیدجان" په ګډون ۲۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دا عملیات به له ترهګرو څخه د یادو سیمو تر بشپړې پاکونې دوام ولري.