د فاریاب په میمنې ښار کې د دوه پاکستاني جنګیالیو په ګډون ۲۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې  

jamil-moi
Wed, Aug 11 2021 10:47 AM
6

تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د څلورو ډلمشرانو په شمول چې دوه یې هر یو اوزبر او ظفر پاکستاني جنګیالي او همدارنګه قاري ګل احمد او ملا خیر محمد په ګډون ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او د بل ډلمشر خیرالله مشهور په چالاک په شمول ۱۲ نور ټپيان دي.
په دې عملیاتو کې د دوښمن یو میل "بیزبیزک" وسله، پینځه میله کلاشینکوفونه، یو قبضه توغندی غورځوونکی، یو اندازه مهمات او یو عراده موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.