فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د تکتیکي زده کړو قوماندان او د طالبانو د سرې قطعې مسوول له ۷ ترهګرو سره ووژل شو

jamil-moi
Tue, Jul 27 2021 9:07 AM
6

تېره ورځ د فاریاب ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د تکتیکي زده کړو قوماندان او د یادې ډلې د سرې قطعې مسوول قاري حیات الله مشهور په اسامه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د دې ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په سبز سیمه کې له ۷ ترهګرو سره وژل شوی دی. 
په دې عملیاتو کې ۹ نور ترهګر ټپیان شوي دي.