د پاسوال علي مست مومند د مړینې په تړاو د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د ډاډګیرنې پیغام

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد د ملي پولیسو یو ویاړلی علمي او نظامي کادر پاسوال علي مست مومند د ور پېښې ناروغۍ له کبله ومړ.
انا لله و انا الیه راجعون؛
خدای بښلی علي مست مومند د هېواد یو پوه او ننګیال نظامي کادر و، چې د ژوند یوه لویه برخه یې د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې د خپلې خاورې او خلکو د خدمت په پار وقف کړې وه. نوموړي د امنیتي چارو د ستر معینیت د مرستیال، د پلان او اوپراسیون د لوی رییس او همدارنګه د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان په توګه دندې ترسره کړې وې.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د خدای بښلي کورنۍ، خپلوانو او د هېواد ټولو امنیتي ځواکونو په تېره بیا ملي پولیسو ته د ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او د څښتن تعالی له درباره متوفی ته د بښنې او دوستانو ته یې د جمیل صبر په پار د دعا لاس لپه کوي.