د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون اعلامیه

jamil-moi
5

د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون، د شهید اونۍ د رارسېدو په تېره بیا د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود د شهادت نولسم تلین او د سولې د شهید پروفیسور برهان‌الدین رباني د شهادت نهم تلین د افغانستان ټول مسلمه ملت ته تسلیت وايي.
څرنګه چې په تېرو کې تجربه شوې، چې ځینې کسان د شهید له اونۍ د نمانځنې په پلمه پر سړکونو بې‌ځایه تګ‌راتګ او د هوايي ډزو په وسیله د عامه امن او نظم د خنډ لامل کېږي، چې دا موضوع د عامه اذهانو د مغشوشولو او ان ځینې وخت د خلکو د شهادت یا ژوبلې لامل شوې ده.
د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځلو کمېسیون د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود له بنسټ سره په همغږۍ له یادو مراسمو د غوره نمانځنې او د شهیدانو ارواوو ته د درناوي په پار پر لاندې یادو شویو ټکو پرېکړه کړې ده:
۱- هېڅ‌څوک د دې حق نه‌لري څو د خلکو رواني امنیت اخلال کړي او عامه امن او نظم له منځه یوسي؛
۲- له ملي امنیتي ځواکونو پرته نور هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې له نظامي یونیفورم او وسلو سره وګرځي او همدارنګه نشي کولای په هوايي ډزو لاس پورې کړي؛
۳- هېڅ‌څوک د تورو ښيښو، بې‌اسنادو، بې‌پلېټه او غیرقانوني موټرو د ګرځونې حق نه‌لري، د سرغړونې په صورت کې یې وسایط ضبط کېږي او په بېلابېل ډوله رنګونو دې د موټرو له رنګولو ډډه وکړي؛
۴- هېڅ‌څوک حق نه‌لري څو د کاروانونو په بڼه د سړکونو نظم له منځه یوسي او پر سړکونو د ترافیک جریان له بندښ سره مخ کړي؛
۵- په کاروانونو کې د دولتي وسایطو له استفادې څخه په کلکه ډډه وکړئ او د لیدلو په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شئ؛
۶- ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې څو هغه هټۍ چې د وسایطو د رنګ په بدلولو او تزیین لاس پورې کوي، ویې تړي او له څښتنو سره یې قانوني چلند ترسره کړي؛
ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، څو کوم کسان چې له پورته یاد شویو ټکو څخه سرغړونه کوي او د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، پر وړاندې یې د قانون له مخې جدي چلند ترسره کړي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements