د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو د ګومارنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

hakimi-moi
1

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو د ګومارنې په اړه تازه خپور شوی راپور لوستی او په تړاو یې پخوانۍ پيل شوې هڅې لا غښتلې کړې او جدي عملي اقدامات یې ترسره کړي دي.
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره پولیسو له ګومارنې د مخنیوي په پار د کورني امنیت ریاست رامنځته کړی، چې یاد ریاست د پولیسو په لیکو کې پر فساد، د پولیسو پر چلند او له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو پر ګومارنه جدي څارنه کوي او له مخې یې قانوني اجراآت ترسره کوي.
همداراز کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو د هویت او مشخصاتو د ثبت لپاره د "اپس" سیستم رامنځته شوی، چې پر اساس یې د پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره کسانو د جلب او جذب مخه په کلکه نیول شوې او تر دې مهاله ۸۰ سلنه ملي پولیس په یاد سیستم کې ثبت شوي دي.
کورنیو چارو وزارت خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لړۍ په ګړندۍ توګه پر مخ روانه ده او د چارو د لا سمون په موخه د وزارت د رهبرۍ او منسوبینو هڅې دوام لري.

Latest announcements

Thu, Feb 12 2026 10:00 AM
Background image

Announcement

The Directorate of Engineering for Explosive Ordnance Disposal, under the General Directorate of Plan and Operations of the Senior Security Affairs

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements