کابل ښار کې د ګرځبندیز د دوام په تړاو د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

hakimi-moi
01

نن د افغانستان اسلامي جمهوري د کابینې د درېیو نورو اونیو قرنطین د پرېکړې سره سم، کابل ښار کې د ګرځبندیز قیودات هم د ۲۱ ورځو لپاره وغځېدل.
پر دې بنسټ کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا درنو کابل ښاریانو ته خبر ورکوي، څو له اړینو چارو پرته په کابل ښار کې له ګرځېدنې ډډه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به د ملي پولیسو له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
۱: د جمهوري ریاست عالي مقام کارکوونکي، 
۲: د ملي امنیت شورا کارکوونکي،
۳: د جمهوري ریاست د چارو عمومي ریاست کارکوونکي، 
۴: د ملي شورا وکیلان، 
۵: د ملي دفاع وزارت منسوبین، 
۶: د کورنیو چارو وزارت منسوبین، 
۷: د مالیې وزارت کارکوونکي، 
۸: د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي،
۹:  د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي، 
۱۰: د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي، 
۱۱: د ملي امنیت کارکوونکي، 
۱۲: د عدلي او قضايي چارو کارکوونکي،
۱۳: د لویې څارنوالۍ کارکوونکي،
۱۴: د مخابراتي برخو کارکوونکي، 
۱۵: د سیمه ییزو چارو خپلواکې ادارې کارکوونکي، 
۱۶: د کډوالو چارو وزارت کارکوونکي، 
۱۷: د خپلواکو دولتي ادارو معینان او رییسان، 
۱۸: له کورونا ویروس سره د مبارزې کمېټې کارکوونکي، 
۱۹: د خیریه بنسټونو کارکوونکي، 
۲۰: د ښاروالۍ کارکوونکي، 
۲۱: د برښنا ریاست کارکوونکي، 
۲۲: د هوايي چلند کارکوونکي/هوايي شرکتونه او هغه پیلوټان چې هوايي ډګرونو ته ځي، 
۲۳: د شهزاده سرای صرافان، 
۲۴: د دولتي او خصوصي بانکونو کارکوونکي، 
۲۵: د دولتي او خصوصي رسنیو کارکوونکي، 
۲۶: د درملتونونو برسېره د دولتي او خصوصي روغتونونو ډاکټران او کارکوونکي، 
۲۷: د خوراکي توکو د تولید فابریکو کارکوونکي، د خوراکي/ارتزاقي توکو پلورونکي، خبازۍ، د مایع ګاز پلورونکي،
۲۸: د سرې میاشتې ادارې کارکوونکي،
۲۹:  د ملي پراختیا شرکت کارکوونکي، 
۳۰: د امنیتي بنسټونو د اعاشوي توکو د قراردادي شرکتونو کارکوونکي
۳۱: د اوبو رسونې شرکت کارکوونکي په کابل ښار کې د ګرځبندیز له تازه خبرتیا مستثنا دي.
کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د درنو هېوادوالو له همکارۍ او حوصلې مننه او درناوی کوي او دا ډاډ درکوي، چې پولیس به شپه او ورځ ستاسو په چوپړ کې وي. 
راځئ له کورونا ویروس سره د مبارزې او مخنیوي په برخو کې په ګډه کار وکړو...

Latest announcements

Thu, Feb 12 2026 10:00 AM
Background image

Announcement

The Directorate of Engineering for Explosive Ordnance Disposal, under the General Directorate of Plan and Operations of the Senior Security Affairs

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements