په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو سازمان پر دفتر د ترهګرو طالبانو د برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

jamil-moi
8

ترهګرو طالبانو نن سهار د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو (یونما) پر دفتر برید کړی، چې له امله یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ یو ساتونکی شهید شوی او درې نور ټپیان شوي دي. 
ملي پولیسو ځواکونو په ګذرې ولسوالۍ کې د ترهګرو د دې برید پر مهال د ملګرو ملتونو د دفتر ۱۳ تنه بهرني کارکوونکي ژغورلي او پر یونما دفتر یې د ترهګرو طالبانو برید شنډ کړی دی. 
کورنیو چارو وزارت په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو (یونما) پر دفتر برید په کلکو ټکو غندي او د عامه او دولتي بنسټونو د ساتنې سربېره، په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د دفترونو پر امنیت ساتنې ځان مکلف ګڼي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements