د هوا له ککړتیا د مخنیوي په تړاو د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

hakimi-moi
g

کورنیو چارو وزارت د هغو استوګنیزو ښارګوټو، ډوډۍ پخلنځیو، حمامونو، د خښتو جوړونې داشونو، د خوږو جوړونې پلورنځیو، سونا حوضونو، صنعتي کارخونو، دود خپروونکو وسایطو او د رستورانتونو مالکینو او همداراز ټولو هغه کابل ښاریانو ته چې لا یې خپلې سوداګریزې او غیرسوداګریزې ودانۍ د سون توکو پر منظم او معیاري سیستم ندي رغولي؛ خبر ورکول کېږي څو د هوا له ککړتیا د مخنیوي لپاره ژر تر ژره د هوا د ککړوونکو سون توکو پر ځای له مایع او تصفیه شویو سون توکو ګټه واخلي.
د افغانستان د جزا کود د ۸۰۷مې مادې له مخې:

"هغه کس چې په اوبو، خاوره، هوا یا ځمکه کې زیان رسوونکي یا ککړوونکي توکي په هغه اندازه چې د هغوی فزیکي، کېمیاوي یا بیولوژیکي کیفیت پداسې توګه چې انسان یا نورو ژوندیو موجوداتو، بوټو یا ودانیو ته مضر وي، خپاره یا ګډ کړي؛ د چاپېریالي ژوند د جرم مرتکب پېژندل کېږي او په منځني حبس محکومېږي."

د کابل ښار بحراني وضعیت ته په کتو چې شاوخوا شپږ میلیونه نفوس یې د هوا د ککړتیا له امله له مرګوني ګواښ سره مخ دی، خبر ورکول کېږي چې د چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ ټولو قوانینو، لایحو او طرزالعملونو ته غاړې کېږدي او د خپل ځان او بچیانو ژوند له دې فاجعې وژغوري.
کورنیو چارو وزارت د مرغومي میاشتې تر ۸مې نېټې کابل ښاریانو ته فرصت ورکوي؛ څو د غیرمعیاري او ناتصفیه شویو سون توکو له ګټې اخیستنې ډډه وکړي او همداراز د هوا له ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د فلترونو له نصبولو کار واخلي او د سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements