خبرتيا!

moi-af
شسیبشسی
د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو کې د فساد، درغلیو او ناسمو کړنو په تړاو د هر ډول شک او شکایت پلټنه کوي. د تفتیش لوی ریاست له ټولو هېوادوالو او هغو خلکو څخه چې د کورنیو چارو وزارت له خدماتو ګټه اخلي غوښتنه کوي؛ ترڅو له دې ریاست سره د څار او پلټنې په مسوولیت کې همکار پاتې شي. کچيري مو هم د کورنیو چارو وزارت په وړاندې کېدونکو چوپړتياوو کې د امیرالمومنین حفظه الله له فرمانونو/حکمونو، د ریاست الوزرا عالی مقام له حکمونو او د کورنیو چارو وزارت د وزیر"حفظه الله" له اوامرو سره په ټکر او یا ناسمې کړنې ولېدلې او یا مو هم د کورنیو چارو وزارت اړوند مامورینو څخه ناقانونه کړنې، له دندې او صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ولېدل؛ نو د بیا نه تکرار او د عدالت د ټینګښت په پار، له کره شواهدو سره یوځای يې د تفتیش اړوند مدیریتونو سره شریک کړئ. د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست ډاډ ورکوي، چې ستاسو شکایتونو او ستونزو ته به پروخت ځواب ویل کېږي. یادونه: پولیس هم کولای شي خپلمنځي شکایتونه او ستونزې له شواهدو او مدرک سره یوځای د حل په موخه د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست سره شریک کړي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements