د لاریونونو او ټولنو په اړه د کورنیو چارو وزارت اعلامیه!

moiadmin

سوله ییز لاریونونه د قوانینو او مدني آزادیو په رڼا کې، د هېواد د اساسي قانون په اساس د هر وګړي حق دی. ملي پولیس دا دنده لري؛ تر څو د هېوادوالو، سیاسي حزبونو او مدني ټولنو له مخکې پلان شویو لاریونونو امنیت ونیسي. خو لکه څنګه چې په دې وروستیو کې لیدل کېږي، ځینې هېوادوال مخکې له دې چې له ملي پولیسو سره همغږي وکړي؛ په لاریونونو لاس پورې کوي، چې دا چاره د عامه نظم د ګډوډېدو او لویو مالي زیانونو لامل ګرځي. نو په دې اساس د کورنیو چارو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي؛ تر څو د داسې ناوړه کړنو نه چې د عامه نظم د ګډوډېدو او خلکو ته د مالي زیانونو لامل کېږي ډډه او له خپلو ملي پولیسو سره همکار پاتې شي. لاریون کوونکي کولای شي په هغو پینځو ځایونو کې په لاریون لاس پورې کړي؛ چې له مخکې ورته په ګوته شوي دي. په تېره کې ځینې داسې پېښې ثبت شوې چې لاریون کوونکي له خپل سرو وسلو سره د عامه نظم د ګډوډېدو لامل شوي؛ نو په دې اساس که چېرې له دې وروسته، څوک د هر ډول خطا او د خلکو په مال او ځان د تېري لامل شي، نو ملي پولیس دا دنده لري تر څو د سرغړونکو سره قانوني او جدي چلند وکړي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements