د جنراتورونو د اساسي ترمیماتو د پروژې قرارداد

moi-af

Publish Date

Closing Date

پدې توګه د دمقام د003 امریی د(8) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې،د کورنیو چارو وزارت په ‏پام کې لري چې  د د د جنراتورونو د اساسي ترمیماتو د پروژې قرارداد، چې پکې لومړی لاټ د ټولیز قیمت (1,057,979) افغانیو، دوهم لاټ د ټولیز قیمت (736,301) افغانیو، څلورم لاټ د ټولیز قیمت (792,149) افغانیو، پنځم لاټ د ټولیز قیمت (944,669) افغانیو او شپږم لاټ د ټولیز قیمت (1,889,215.62) افغانیو شامل دي، د وحید فهیم کابل لمیټډ شرکت ته چې د جواز نمبر (19635) لرونکی دی او د کابل ولایت، د کابل ښار، ناحیه ۲، دهن باغ زنانه، سرک ۱ کې موقعیت لري، سپارل کېږي.
همدارنګه، دریم لاټ د ټولیز قیمت (885,920) افغانیو د نیکمل لوژستیکي خدماتو شرکت ته چې د لغمان ولایت، د لغمان مرکز، سلطان غازي بابا، د اطفائیې سرګوتي ته مخامخ موقعیت لري، سپارل کېږي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري،کولای شي خپله نیوکه له ‏د لایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر دری کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه د ‏کورنیوچارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ۸۰ متره سړک موقعیت لري ‏وړاندې کړي.‏
دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو ‏پورې به تړون عقد نه شي.
 

More tenders

Wed, Jul 30 2025 10:07 AM
Background image

د فراه ولایت خاص قطعی د اړتیا وړ د څښلو  اوبو دیوې حلقې څاه  دکیندلو چارو پروژې

پدې توګه  د کورنیو چاور وزارت محترم مقام 003  شماره امریه د 8 فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د فراه ولایت خاص قطعی د اړتیا وړ د څښلو  اوبو . . .

Mon, Jun 28 2021 12:00 PM
Background image

ساختمان تعمیر جدید الاحداث یک منزله ضرورت پولیس سرحدی میدان هوای ولایت کندز

شماره دعوت به داوطلبی :   MOI-99-F-0037

 

وزارت امور داخله از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی پروژه متذکره اشتراک نموده و نقل چاپ شده  شرطنامه مربوطه را از . . .

Back to tenders