۶ ولایتونون کې؛ پولیسو ۲۶ شکمن کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۶ کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، ۱۰ تنه په غزني، څلور تنه د هرات ولایت په مربوطاتو کې، یو تن په پکتیا، پنځه تنه په سرپل، څلور تنه په کندز او دوه تنه د بغلان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.