کندز کې دوه تنه د نشه یي توکو د پلور او پروسس په تړاو ونیول شول

د کندز امنیه قومندانۍ امنیتي ځواکونو د یو پلټونکي عملیات پایله کې دوه تنه په خپل کور کې د نشه یي توکو د پروسس او پلور په تړاو لاس په لاس نیولي دي. په دې کشفي عملیات کې ۱۶ لېټره الکولي څښاک، ۲۵۰ لېټره د شراب جوړولو خام مواد او یوه د شراب جوړولو دستګاه لاس ته راغلې ده.