نیمروز کې؛ پولیسو ۱۶ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي

د نیمروز امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۶ تنه بهر ته د انسانانو، خوراکي توکو او څارویو د قاچاق، اسنادو جعل او نورو جنایي جرمونو په تړاو په مرکز او ولسوالیو کې نیولي دي چې د نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.