۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

moi-af
Sat, Sep 14 2024 11:07 AM
fsfdaf

پولیسو په هلمند، کندز، لغمان، بامیان او بلخ کې د غلاوو، وژنې او جوراګرۍ په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، درې غیر مسؤل وسله وال د زورواکۍ او باج اخیستلو او یو تن د غلا په تړاو په هلمند، اته جوارګر په کندز، یو تن د وژنې په تړاو په لغمان، یو غل په بامیان او یو تن د موټرونو او ګاڼو د غلا په تړاو په بلخ کې نیول شوي دي.