په ۸ ولایتونو کې؛ ۴۳ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو او لیږد په تړاو نیول شوي

moi-af
Wed, Jul 31 2024 10:03 AM
بببببب

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې د څو بیلابیلو عملیاتو په لړ کې، ۲۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو، لیږد او استعمال په تړاو نیولي.
دغه راز پولیسو، ۱۹ تنه په خوست، پروان، بغلان، غزني، نیمروز، سمنګان او فراه ولایتونو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو، استعمال او لیږد په تړاو نیولي.
د نیول شویو کسانو څخه، ۹ کیلو ګرامه تریاک، دوه کیلو ګرامه چرس، نیږدې دوه زره دانې تابلیت کا ګولی او یوه اندازه شیشه لاسته راغلې.