امنیتي ځواکونو؛ په اتو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي

امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد په اتو ولايتونو کې ٣٠ تنه د غلا، قاچاق، قمار او ټپي کولو په تړاو نيولي دي.
له منځه یې؛ ننګرهار کې اته تنه د غلا په تړاو، بلخ کې نهه تنه د قمار په تړاو، يو تن په سمنګان کې د يوه بل تن په چاقو د وهلو په تړاو، څلور مجرمین په کاپيسا او درې تنه په کندهار، غزني او هرات کې د غلا په تړاو نيول شوي دي.
دغه راز پوليسو د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې پنځه تنه د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د قاچاق په تړاو نیولي چې پنځه بار سیپا موټرونه یې له پاکستان څخه هیواد ته قاچاق راوړل.