په ۸ ولایتونو کې د نشه یي توکو دری کارخونې کشف او ۲۶ تنه ونیول شول

moi-af
Sat, Oct 28 2023 11:35 AM
zxczczc

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو, د نشه یي توکو دوه کارخونې په فراه او یوه په غزني کې د ټولو تجهیزاتو سره سوځولي.
دغه راز پولیسو, ۱۲ تنه د ۱۱۶ کیلو ایف او په ډېره پیمانه نشه یي تابلیتو سره په هرات کې, ۱۰ تنه د ۹۰۱۱ دانو ذیکب تابلیتو, دوه کیلو چرسو او ۶۶ ګرامه تریاکو سره په کابل کې, یو تن له دوه کیلو چرسو او ۱۷ کیلو نورو وچو میده شویو چرسو سره په کاپیسا کې, یو تن د نشه یي توکو پلورونکی په کندز کې او یو بل تن د یادو موادو پلورونکی په ارزګان ولایت کې نیولی.