په تېر یوه کال کې د ننګرهار پولیسو لاسته راوړنې

moi-af
Wed, Mar 15 2023 4:40 PM
nnnnnn

په تېر یوه کال کې د ننګرهار د امنیه قومندانۍ منسوبینو د نشه یي توکو، تروریزم، ښوونې روزنې او جنایي جرمونو په برخو کې د سلګونو تنو د نیولو ترڅنګ سلګونه میله وسلې ترلاسه، زرګونه جریبه ځمکه له نشه یي بوټو پاکه کړې، سلګونه وسایط یې نیولي او زرګونه تنه پولیس له ښوونیزو مرکزونو فارغ شوي دي.
د ننګرهار د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېر یوه کال کې د غلا، وژنو او  اخلاقي بې لاریو په تړاو ۱۴۷۴ تنه نیولي، ۱۳ میله راکټ، ۱۳ میله کلاشینکوفونه، یو میل دهشکه، یو میل کره بین، لاسي بمونه او زرګونه سپکې او درنې مرمۍ ترلاسه کړي دي.

دې ته ورته، د تروریزم ضد پولیسو په یاده موده کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ۱۷ بېلابېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۵۲۲ میله بېلابېلې وسلې، ۱۵ دولتي موټرې، ۱۱۰۰۰ بېلابېلې مرمۍ، ۸ کړۍ ماینونه، ۹۶ دانې چاودیدونکي توکي، ۱۱ بوجۍ پوتاشیم او لسګونه د راکټ مرمۍ ترلاس کړي دي. 
دغه راز، د یاد ولایت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېر یو کال کې بېلا بېل نشه یي توکې لکه پوډر، چرس، شراب، شېشه او ورته نشه یي توکې لاسته راغلي، چې پکې ټولټال ۱۸۵۵ تنه نیول شوي، ۵۴ وسایط ترلاسه او شاوخوا ۱۱۰۰۰ جریبه ځمکه له نشه یي بوټو پاکه شوې ده.

همدارنګه، د ننګرهار د پولیسو په روزنیز مرکز کې ۱۳۱۳۹ تنو منسوبینو په بېلابېلو برخو کې مسلکي او روزنېزې زده کړې کړي، چې اوسمهال په یاد ولایت کې په دندو بوخت دي.