د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پغمان ولسوالۍ امنیتي وضعیت وارزوه

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال نن د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د دې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزونې سربېره د یادې ولسوالۍ له ځینو اوسېدونکو سره وکتل.
جنرال عبدالستار میرزکوال د امنیت ساتنې او همدارنګه د جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د پغمان مېشتو وړاندیزونه واورېدل او مسوولینو ته یې د دوی ستونزو ته د رسېدنې په پار لازمې لارښوونې وکړې.
د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکو هم د ملي پولیسو شپه ورځنۍ هڅې وستایلې او د همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د امنیت د ټینګښت او همداراز د قانون د تنفیذ په برخو کې له پولیسو سره د خلکو همکاري مهمه یاده کړه او په دې برخه کې یې له پغمان مېشتو مننه وکړه.